لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نن نړۍ د کډوالو نړیواله ورځ لمانځي


نن په گرده نړۍ کې د کډوالو ورځ لمانځلی کیږي.
په دې لړ کې د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې یا (ېو این اېچ سي ار) افغان کډوالو سره د پاکستان د مرستو ستاینه کړې ده.
اداره وایي اوس هم په پاکستان کې نزدې دوه ملیونه کډوال ژوند کوي.
اداره زیاتوي د ٢٠٠٢م راسې درې ملیونه افغان کډوال پخپله رضا خپل هیواد افغانستان ته ستانه شوي دي.
نړۍ کې تیرکال د کډوالو شمېره د ١۴و ملیون نه اوښتې وه. په ورستیو کې د کډوالو زیاته شمیره د عراقي کډوالو ده.
عراق کې د دوه ملیونو نه زیاتو خلکو د کال ٢٠٠٣ راسې د تشدد او خرابی امنیتي وضعی له کبله کډی کړی دي.
د امریکی د بشری حقونو یوه ډله په خپل رپورټ کې وایي په گرده نړۍ کې د کډوالو شمېره په زیاتیدو ده.
د امریکا د کډوالو کمیټۍ یو ایس سي ار ایي
په خپل رپورټ کې ویلي په گرده نړۍ کې د کډوالو سره بد سلوک کېږي او یو شمېر هیوادونه د کډوالو سره مرسته نه کوي.
د کال٢٠٠٨م د مهاجرینو نړیوالې سروې کې یو ایس سي ار ایي نهه داسې هیوادونه ښودلي کوم چې د کډوالو لپاره د نړۍ د ټولو خراب ځایونه دي. په دغه هیوادو کې بنگله دیش، چین، روسیا، او تهالي لینډ د ټولو په سر کې دي.
رپورټ کې په افریقایي هیوادونو باندې هم نیوکی شوي دي. دغه نیوکی په دغه هیوادونو کې کډوال د کمپونو پورې محدود کولو له کبله شوي دي.


XS
SM
MD
LG