لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناټو په پاک افغان پوله عملياتو کې ٥٥ طالبان وژلي دي


ناټو وايي دپاکستان اؤ افغانستان په ګډه پوله يې د طالبانو په ضد دپيل کړل شوؤ عملياتو په ترڅ کې د٣ؤ طالب مشرانو په ګډون لږ ترلږه ٥٥ طالبان وژلي دي.
دناټو دوياند لخوا په دې اړه جاري کړل شوي يو بيان کې ويل شوي دي دغه عمليات وروسته له هغې دافغانستان په سرحدي سيمه کې پيل شوي چې دجمعې په ورځ طالبانو دافغانستان په پکتيکا ولايت کې دائتلافي ځواکونو په مرکز بريد کړى ؤ.
په دغه بريد کې دناټو په مرکز کې کار کوونکى يو تن وژل شوى ؤ اؤ وروسته دناټو لخوا دپاکستان په خاوره کې دطالبانو پټن ځايونه هم په نخښه کړل شوي وؤ چې په کابل کې دناټو لخوا دپاکستان په خاوره دتوغنديو ويشتلو اعتراف شوى ؤ ولې دپاکستان دپوځ دعامه اړيکو دڅانګې مشر ميجر جنرل اطهر عباس ډيوه راډيو سره په مرکه کې دناټو لخوا دپاکستان په خاوره دتوغنديو داغلو څخه لاعلمي ښودلې وه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG