لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور:نوازشريف ټولټاکنودپاره نااهله ګرځول شوى دى


دپاکستان دلاهوردعالي محمکې دټولټاکنودپاره دوړتياپه قضيه کې دپاکستان مسلم ليګ (ن) مشرميانوازشريف نااهله ګرځولى دى ولې دهغه دورورشهبازشريف قضيه يې دټولټاکنوکميسيون ته سپارلې ده چې دهغې ترپريکړې کيدوبه شهبازشريف دپنجاب دوزيراعلى په توګه دنده ترسره کوي.
پخواني صدراعظم غوښتل دپنجاب د١٢٣ حوزې څخه دقامي اسمبلۍ دغړي جوړيدودپاره په پريښودل شوې چوکۍ ټولټاکنوکې برخه واخلي خوپه هغه اوپه ورورشهبازشريف يې دالوتکې دتوطيې،په ستره محکمه دبريد اؤدپورونو دبيرته نۀ ورکولو تورونه لګول شوي وؤچې له دې امله نوازشريف دلاهورايالتي محکمې دټولټاکنودپاره وړ ونۀ ګرځولو.
دنوازشريف دسپيناوي وکيل وايي دغه پريکړه دښاغلي شريف ددريځ اوريدو څخه پرته اورول شوې ده، عدالت پخپل امرکې ويلي دي دنوازشريف په ضدلګول شوي تورونه ثبوت ته رسيدلي دي.
دمسلم ليګ (ن)ګوندوکيلانوددغه عدالتي پريکړې په ضدسترې محکمې ته دمراجعې کولو اعلان کړى دى. د مسلم لیگ (ن) گوند ښاغلي صدیق الفاروق ډیوه ریډیو سره په یوه ځانگړې مرکه کې ویلي دي دوي دغه پریکړه ردوي. نوموړي زیاته کړه دغې پریکړې نه دا خبره څرگنده شوي ده چې پاکستان کې عدلیه ازاده نه ده او محکمه کې ناست قاضیان مشرف پلوه دي.
دواکمن ګوندپيپلزپارټۍ لخواهم په دغه عدالتي پريکړه خفګان ښودل شوى دى،دپيپلزګوندمرکزي وياندفرحت الله بابر خبريالانوته وئيلي دي پيپلزپارټي دنوازشريف دنااهله ګرځولو په هکله په عدالتي پريکړه تحفظات لري

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG