لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سترې محکمې  دنواز شريف په حوزه ټولټاکنې ودرولي دي


دپاکستان سترې محکمې په هغه حوزه ( ١٢٣) دټولټاکنو ځنډولو امر کړى چې دمسلم ليګ (ن) مشر ميا نواز شريف پرې دقامي اسمبلۍ په خالي کړل شوې څوکۍ ټولټاکنو کې برخه اخستل غواړي.
دلاهور عالي محکمې ٢ ورځې دمخه د نواز شريف په ضد پريکړه صادر کړې وه چې هغه په ټولټاکنو کې دبرخې اخستو وړتيا نۀ لري چې له دې وروسته مرکزي حکومت پر ١٢٣ حوزه سترې محکمې ته دټولټاکنو ځنډولو خواست کړى ؤ.
سترې محکمې نن د شورو په ورځ دپاکستان دټولټاکنو کميسيون ته امر وکړو چې د معاملې دهواري پورې دې پر نوموړې حوزه کې ټولټاکنې ودرول شي.
د قضيې داوريدنې دبشپړيدو څخه وروسته دنواز شريف وکيل اکرم شيخ خبريالانو ته وويل سترې محکمې د معاملې تر هواري ټولټاکنې ودرولي دي.
هغۀ وويل دمقدمې باقاعده اوريدنه به د ګل دورځې څخه پيل کيږي.
داکرم شيخ ايډوکيټ وينا وه نواز شريف ته ټولټاکنو کې دبرخې اخستو بشپړ حق ترلاسه دى اؤ هغه به د عبوري ائيني امر په ترڅ کې راغلو قاضيانو ته نۀ وړاندې کيږي.
سترې محکمې داوريدنې په مهال وويل بايد ميا نواز شريف پخپله محکمې ته وړاندې شي

XS
SM
MD
LG