لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : جنرال کیاني او جگپوړو حکومتي چارواکو دصوبه سرحد اؤ قبائيلو سيمو په خرابه وضعه خبرې کړې دي


دپاکستان صدراعظم ته لوړپوړو پوځي چارواکيو دصوبه سرحد اؤ دقبائيلي سيمو دوضعيت په هکله حال احوال تير کړو
نن دشورو په ورځ د صدراعظم په ماڼۍ کې دښاغلي يوسف رضا ګيلاني په مشرۍ دلوړپوړو چارواکيو يوه مهمه غونډه وشوه چې پکې دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني، دصوبه سرحد ګورنر اويس احمدغني، وزيراعلي امير حيدر خان هوتي، دبهرنيو چارو وزير شاه محمد قريشي، دکورنيو چارو مشاور رحمان ملک، دامنيتي ادارو مشرانو اؤ نورو لوړپوړو چارواکيو برخه ولرله.
په دغه غونډه کې په صوبه سرحد اؤ قبائيلي سيمو کې دامن په وضعه غور وکړل شو اؤ صدراعظم يوسف رضا ګيلانې ته دطالبانو لخوا دکيدونکيو فعاليتونو اؤ دهغې دممکنه اغيزو په هکله حال احوال تير کړل شو.
همدغه راز غونډه کې په صوبه سرحد اؤ قبائيلي سيمو کې دامن دوضعيت ښۀ کولو اؤ دحکومتي واکمنۍ ټينګولو دپاره په تګلاره هم خبرې اترې وکړل شوې.
سرچينې وايي غونډه کې دترهه ګرو اؤ تندلارو څخه دځان ژغورنې له امله دپوځي عملياتو ، خبرواترو اؤ نورو لارو په هکله چارې وڅيړل شو ې.
په صوبه سرحد اؤ پيوست قبائيلي سيمو کې دتيرو څو ورځو راهسې دځايې طالبانو لخوا سيوا شوؤ فعاليتونو دصوبه سرحد حکومت سخت انديښمن کړى دى اؤ د صوبې دسرښار پيښور څخه ګيرچاپيره چې د ورانکارۍ کومې پيښې کيږي يا ځايې طالبان څومره په تندۍ په دغه سيمو کې خپل ځانونه پياوړي کوي ، دسرحد حکومت دهغې له امله دمرکزي حکومت څخه مرسته غوښتلې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG