لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

گیټس : د پاکستان نه افغانستان ته د جنگیالو اوړیدو اندیښنې زیاتې کړې دي


واشنګټن کې خبریالانو سره په خبرو کې دامريکا ددفاع وزير رابرټ ګيټس وويل ختيز افغانستان کې دروان کال په لمړيو ٥ؤ مياشتو کې دبد امنيو پيښو کې ٤٠ في صده اضافه شوې ده چې دامريکا لپاره دانديښنې وړ ده.
ښاغلي گیټس وويل دمخ په زياتيدونکيو بدامنيو پيښو له امله دپولې دپورې غاړې څخه دترهه ګرو راتګ کې اضافه شوې ده
نوموړي زیاته کړه دپاکستان حکومت ته اوس دا خبره معلومه ده چې ددې ستونزې له امله يواځې امريکا ته نۀ بلکې پاکستان ته هم ستونزې پيښيږي.
دامريکا ددفاع وزير ختيز افغانستان کې دطالبانو دبريدونو دمخ په زياتيدونکې چټکتيا له امله په پاکستان تور ولګولو چې هغۀ خپل افغان سرحد کې دترهه ګرو هلو ځلو مخې نيولو کې ناکامه شوى دى.
هغۀ دسرحد سيمه کې طالبانو اؤ نورو تندرويانو سره دپاکستان دحکومت لخوا دامن په تړونونونيوکه وکړه.ښاغلي گیټس وويل ددغه خبرو اترو له امله پروسله والو ډلو فشار کم شوى دى اؤ دپولې دواړو خواؤ ته لاس وهنو کې زياتوالى راغلى دى. خو وې ويل دپاکستان دحکومت لخوا دهاغه وعدې له امله چې په سرحد به يو ځل بيا خپل واک ترلاسه کړو دې سره زمونږ همت تقويه شوى دى.

XS
SM
MD
LG