لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بيت الله محسود حکومت سره دخبرو اترو  ځنډولو اعلان کړى دى


دپاکستاني طالبانو دتحريک مشر بيت الله محسود قبایلي سیمو کې د ورانکارو په ضد دعملياتو پيل کولو له امله حکومت سره دخبرو اترو دپروسی ځنډولو اعلان کړى دى.
د ېو نامعلومه ځایې نه ډیوه ریډیو سره خبرو کې بیت الله محسود وویل دحکومت لخوا قبائيلي سيمو کې دعملياتو بندولو پورې به حکومت سره کومې نورې خبرې اترې نۀ کيږي.
بلخوا دپاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني ويلي دي حکومت دهاغو خلکو سره خبرې کولى شي چې وسلې په زمکه غورځوي اؤ دامن لوري ته راګرځي اؤ ترهه ګرو سره به سختي کولى شي.
پيښور کې ژورنالستانو سره دخبرو په مهال يوسف رضا ګيلاني وويل دحالاتو دجاج اخستو په ترڅ کې تګلاره جوړولى شي.
صدراعظم وويل دحکومت واک به پځايې کولى شي اؤ کومې لوظنامې چې شوي دي بايد دواړه خواوې هغه ماتې نۀ کړي.
هغۀ وويل دمرکز لخوا به دصوبايي حکومت بشپړ ملاتړ دوام ولري.
صدراعظم وويل صوبه کې دعملياتو مسؤليت صوبايي حکومت پر غاړي لري
صدراعظم زياته کړه دجمهوررئيس دمواخذې حق يواځې پارليمان ته ترلاسه دى اؤهيڅوک دپارليمان څخه بالا نۀ دي.
له دې وړاندې صدراعظم دصوبه سرحد وزيراعلي امير حيدر خان هوتي سره هم وليدل اؤ هغۀ سره صوبه کې دامن وامان اؤ قبائيلي سيمو دوضعې په اړه وغږيدو.
دخيبرايجنسۍ تحصيل باړه کې دطالبانو په ضد د عملياتو پيل کيدو له امله پيښور کې هم سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي اؤ خلک دسختې ويرې ترهې سره مخ دي.
دپيښور ښار کې په ګڼ شمير کې پوليس ځايې پځايې ليدل شي اؤ دښار ټولو روغتونونو کې بيړنى حالت پځايې شوى دى.
دپيښور حيات اباد سيمه کې پوليسو مختلفو ځايونو کې خپلې څوکۍ جوړې کړي دي خو ددې باوجود هم وګړي سختې ويرې ترهه سره مخ دي.
دحيات اباد څخه هم خلکو محفوظو سیمو ته کډې وړل پیل کړیدي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG