لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاک پوځ : قبائيلي سيمو کې دورانکارو په ضد عملياتو لپاره  چمتو يو


دپاکستاني پوځونو وياند ميجر جنرال اطهر عباس امريکايي خبري ادارې ته ویلي دي پيښور سره پيوست قبائيلي سيمو کې دتندرويانو په ضد عملياتو لپاره چمتو يو.
هغۀ وويل قبائيلي سيمو کې به فرنټئير کور دورانکارو په ضد عمليات کوي اؤ پاک پوځ به دهغوي دمرستې لپاره چمتو وي.
بلخوا دپاکستان ددفاع وزير چوهدري احمدمختار ويلي دي صدراعظم دپوځ سرلښکر ته دپيښور دعملياتو مکمل واک ورکړى دى.
لاهور کې ژورنالستانو سره دخبرو په مهال ددفاع وزيروويل دپاکستاني پوځونو سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني ته دپيښور دعملياتو لړ کې بشپړ واک ورکړى شوى دى اؤ چې څۀ پريکړه غواړي کولى يې شي.
هغۀ وويل صدراعظم دپوځ سرلښکر ته په ليدنه کې دعملياتو لپاره دپريکړې واک ورکړى دى.
هغۀ وويل پاکستانيان خوندي دي اؤ دپاکستان دفاع په مضبوطو لاسونو کې ده.

XS
SM
MD
LG