لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف: باوچر ته مو ویلي دي په  قبائيلي سيموکې په عملياتوتحفظات لرو


دپاکستان مسلم ليګ (ن) مشراؤپخوانى صدراعظم ميانوازشريف نن په لاهور کې د امریکا جگپوړي چارواکي رچرډ باوچر ته ویلي دی چې دترهګرۍ په ضددجنګ په لړکې دجمهوررئيس پرويزمشرف په تګلارنظرثاني کول پکاردي اؤدغه جنګ بايددپارلمان څخه منظورکړل شي.
ښاغلي شريف وويل هغه په قبائيلي سيموکې په روانوعملياتوتحفظات لري اؤ په دې نظردى چې ستونزه بايددټوپک پځايې دخبرو لۀ لارې هواره کړل شي.
دليدنې په وخت ميانوازشريف دائتلافي ځواکونولخوا په قبائيلي سيموکې په بريدونوکولوداحتجاج کولو په ترڅ کې وويل دغسې بريدونه دپاکستان دسلامتۍ اوخپلواکۍ په ضددي.
دجمهوررئيس پرويزمشرف له خوادلرې کړل شوؤ قاضيانوپه اړه پخواني صدراعظم دامريکادبهرنيو چارومرستيال وزيرته وويل ټول قام غواړي چې لرې کړل شوي قاضيان بايدبيرته پځايې شي اؤد١٨مي فرورۍ په ټولټاکنوکې اولس دهمدغه غرض دپاره رايې ورکړې وې.
دهغه ويناوه هڅه کوي چې واکمن ګوندپيپلزپارټي هم دغيرمقيول جمهوررئيس ګوښه کولوته تيارکړي.
د خبرو اترو وروسته، د مسلم لیگ (ن) یو مشر چوهدري نثار میډیا ته وویل دوي رچرډ باوچر ته ویلي چې د ترهگرۍ پرضد جگړه کې جمهوررئیس مشرف تل امریکا ته دروغ ویلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG