لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مسلم ليګ(ن) اؤ اى اين پي حکومت په قبایلي سیمه کې په روانو عملیاتو کې اېتلافيان دپامه غورځولي


داسلام اباد په هوايي ډګر لندن ته دروانيدو څخه وړاندې ژورنالستانو سره په خبرو کې ميا نواز شريف وويل قبائيلي سيمو کې په دوهم ځل کيدونکيو عملياتو کې مسلم ليګ(ن) سره صلاح نۀ ده شوې.
دمسلم ليګ(ن) دمشر وينا وه يواځې د امريت دله مينځه وړلو لپاره دپيپلز ګوند ملګرتيا کوي.
پر جمهوررئيس پرويز مشرف دامريکايي فشار په هکله ديوې پوښتنې په ځواب کې هغۀ وويل دغير ائيني جمهوررئيس سره چلن دپاکستان کورنۍ معامله ده اؤ دهغې پريکړه به پخپله کول وي.
بل لوري ته دپاکستان په واکمن ائتلاف کې شامل يو بل ګوند عوامي نيشنل پارټۍ هم په لومړي ځل دواکمن ائتلاف دستر ګوند پيپلز پارټۍ سره خپل اختلافاتونه په ډاګه کړي دي اؤ وايي دپيپلز ګوند سره داختلافاتو له امله عوامي نيشنل ګوند د حکومت څخه بيليدلى شي.
دعوامي نيشنل ګوند مرکزي وياند زاهد خان مطبوعاتو ته ويلي دي پيپلز ګوند چې دائتلافيانو سره کومې ژمنې کړې وې په هغې عمل نۀ کوي اؤ حکومتي چارو کې خپل ملګري دپامه غورځوي.

XS
SM
MD
LG