لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گورنر صوبه سرحد : د " وران کارو" پرضد به راتلونکې کې هم عملیات کوي


د پاکستان د صوبه سرحد گورنر اویس احد غني ویلي دي په راتلونکي کې به هم حکومت امنیت تامینولو لپاره دغه رنگه عملیات کوي.
نوموړي ویلي په روانو عملیاتو کې حکومت تر اوسه ٢٢٠وران کاري نیولي دي.
په دغو کې ٩۴ کسان یواځې په خیبر ایجنسۍ کې نیول شوي دي.
ښاغلي غني زیاته کړه دخیبر قبایلي سیمې کې روان عملیات خپل هدف تر لاسه کوي.
پیښور کې خبریالانو سره په خبرو په وخت نوموړي وینا وه اولس ته امنیت ورکول د حکومت فرض دې او حکومت به دغه فرض تر سره کوي.

هم په خیبر ایجنسۍ کې نن په وومه ورځ عملیات روان دي. په دې لړ کې د مشرانو١٨ کسیزه جرگې د سیمې تندرورو وسله والو ډلو مشرانو سره لیدل کتل کړي دي. تندروه مشرانو جرگۍ ته درې شرطونه وړاندې کړي چې یوپکې د دوي پرضد عملیات ودرول دي او که حکومت عملیات ونه دروي نو دوي به هم مقاومت وړاندې کوي. بلخوا په مرکزي حکومت کې د خیبر قبایلي سیمې نه د قامي اسمبلۍ غړي او دپاکستان د موحولیاتو یا چاپیریال مرکزي وزیر حمید الله جان گواښ کړېدې که چرې په باړه کې روان د ملیشا عسکرو عملیات په سم لاسي توگه ونه تړلې شو نو د خپلی څوکۍ نه به استفا ورکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG