لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسلام اباد  ځانمرګي بريد کې د مړو شمیره ٢١ ته رسیدلې ده


پاکستاني پلټونکي په پایه تخت اسلام اباد کې د اتوار د ورځې د ځان وژونکې بمي برید پلټنې کوي.
د کورنیو چارو مشاور رحمان ملک وايي چې د برید کونک په اړه اطلاع ورکونک ته به ٥٠ لکه روپۍ انعام ورکوي.
په ځانمرګي بريد کې د مړو شمیره تر ٢١ؤ رسیدلې ده.
د پاکستان داخله چارو وزارت ویلي په وژل شوؤ کسانو کې ١۴ پولیسان دي. دچاؤدنې په مهال زيات شمير کې پوليس ولاړ وؤ.
دځانمرګي بريد څخه وروسته پاکستان کې امنيتي تدابير سخت کړل شوي دي اؤ داسلام اباد ټولو روغتونونو کې بيړنى حالت پځايې کړل شوى دى.
دپاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني ددغه چاؤدنې دغندلو په ترڅ کې دپيښې دپلټنو امر کړى دى.
جمهور رئیس مشرف هم د برید غنده کړې ده. سپینې ماڼی هم د اسلام اباد ځانمرگي برید غندنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG