لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کراچۍ کې پرله پسې ٧ بمي چاؤدنې شوي دي


دپاکستان دصوبه سندهـ ايالت په کراچۍ ښار کې نن دماښام نه وروسته پرله پسې ٧ بمي چاؤدنې شوي دي چې په دغه چاؤدنو کې ٢ کسان وژل شوي اؤ د٥ؤ ماشومانو په ګډون خواؤشا ٥٠ کسان ژوبل شوي دي.
دغه چاؤدنې نن دګل په ورځ دکراچۍ په مختلفو سيمو کې په يو بل پسې وشوې چې له امله يې په ټول کراچۍ ښار کې ويره اؤ غوغا جوړه شوې ده اؤ درينجرز ځواکونه دکراچۍ په حساسو ځائيونو کې ودرول شول.
په چاؤدنو کې ژوبل شوي کسان مختلفو روغتونونو ته رسول شوي دي اؤ په ټولو روغتونونو کې بيړنى حالت په ځايې کړل شوى دى.
دغه ٧ چاؤدنې ديو ساعت دننه داورنګي ټاؤن په بنارس چوک، دميټرو سنيما سره نزدې ، په قصبه موړ، پاک کالونۍ، اؤ شارع نورجهان کې شوي دي.
دپاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف اؤ صدراعظم يوسف رضا ګيلاني دچاؤدنو غندنه کړې ده اؤ دا يې هيواد کې دبې ثباتۍ رامينځته کولو هڅه بللې ده. دا لمړى ځل دى چې دکراچۍ غوندې په مهم تجارتي ښار کې په يو وخت په دومره زياته پيمانه بمي چاؤدنې شوي دي.
دوه ورځې دمخه د کراچۍ ديو لساني تنظيم ايم کيو ايم مشر الطاف حسين ويلي ؤ په کراچۍ کې هم دطالبيت رامينځته کولو هڅې روانې دي.
بايد وويل شي پرون هم دپاکستان په پايتخت اسلام اباد کې ديو ځانمرګي بريد له امله ٢١ کسان وژل شوي وؤ.
په پاکستان کې دورانکارۍ دغه پيښې وروسته له هغې يو ناڅاپه بيا تندې شوي دي چې حکومت دصوبه سرحد په قبائيلي سيمه خيبر ايجنسۍ کې دتندروه مذهبي ډلو په ضد عمليات پيل کړي دي.

XS
SM
MD
LG