لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبر ايجنسي : نامعلومو جنګياليو٤ پوځيان وژلي دي


دافغانستان سره په پوله پرته دپاکستان خيبر ايجنسۍ په باړه سيمه کې دامنيتي ځواکونو پر کاروان دنامعلومو جنګياليو لخوا دډزو له امله لږ ترلږه ٤ پوځيان وژل شوي اؤ ٨ نور ژوبل دي.
دامنيتي ځواکونو لخوا دځوابي عملياتو په مهال ١ ګاډى ولکه کې اخستل شوى.
دخيبر ايجنسۍ پوليټيکل انتظاميې ددغه پيښې تصديق کړى دى خو تفصيلات يې نۀ دي ورکړي.
بلخواخيبر ايجنسۍ کې دتندرويه مذهبي تنظيم لښکر اسلام مشر حاجي منګل باغ جرګې ته باور ورکړى دى چې حکومتي واک به مني اؤ پيښور کې به کوم عمليات نۀ کوي.
قبائيلي جرګې منګل باغ سره دخيبر ايجنسۍ لرې پرته سيمه تيراه کې وليدل اؤ دپوليټيکل انتظاميې شرطونه يې ورته وړاندې کړل.
دجرګې غړي مومن خان ژورنالستانو سره په خبرو کې وويل خيبر ايجنسۍ کې دامن وامان دټينګښت لپاره دلښکر اسلام مشر منګل باغ جرګې ته باور ورکړى دى چې حکومتي واک به نۀ چيلنج کوي اؤ نۀ به هم پيښور کې کوم عمليات کوي.
مومن خان زياته کړه دلښکر اسلام مشر، دپيښور، باړه روډ دپرانستو اؤ دنيول شوؤ ملګرو دخوشې کولو غوښتنې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG