لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د جی ایټ مشرانو د چاپیریال په لړ کې گامونه ستایلي دي


د اتو پر مختللو هیوادونو مشرانو په جاپان کې د درې ورځنۍ غونډې وروسته وویل چې په چاپیریال باندې شوی پرمختگ یو مثبت گام دی.
په غونډه کې د دغو هیوادونو مشرانو ویلي چې د ٢٠٥٠ کال پورې به هغه گازونه نیم په نیمه کموي چې چاپیریال یا ماحول ککړکوي.
د غونډې په پایې کې د امریکا جمهوررئیس بوش ویلي چې د چاپیریال خوندي ساتلو، ازاد اقتصاد کولو، د ناروغیو مخنیوی او په نړۍ کې د ملینو خلکو ژوند ښه کول داسې پرمختگونه دي چې نه یواځې د امریکا بلکې د ټولې نړۍ په گټه تمامېږي.

XS
SM
MD
LG