لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نوښار : دځايې طالبانو لخوا ٣ توغندي داغل شوي


دصوبه سرحد نوښار سيمه کې سحر وختي دروسي ساخت درې توغندي لګيدلي دي چې له امله يې يو کور ته زيان رسيدلى دى.
ددغه بريد مسؤليت ځايې طالبانو پخپله غاړه اخستى دى.
لمړى توغندى دنوښار چاوڼۍ سيمې په ګلستان کالونۍ کې ديو تن سيد عارف په کور لګيدلى، چې له امله يې ددغه کور ٣ؤ کوټو ته زيان ورسيدواؤ موجود سامان په بشپړ ډول ړنګ شوى دى.
دوهم توغندى دنوښار په جناح باغ سيمه کې په يوه ونه لګيدلى چې له امله پر دغه ونه اور ولګيدو.
دريم توغندى په شاړه ځمکه پريوتى دى.
دنوښار دځايې طالبانو وياند ابو محمد ددغه توغنديو دبريد دمسؤليت منلو په ترڅ کې ويلي دي دا دپوليسو دعملياتو غبرګون دى اؤ کۀ چرې حکومت خپل چال چلند سم نۀ کړو نو له دې سخت بريد هم کيدى شي.

XS
SM
MD
LG