نن
د پاکستان پایه تخت اسلام آباد کې ښځو لپاره د ویجاړې شوې مدرسې جامعه حفصه په
سلگونو طالب علمانو یوه احتجاجي غونډه کړې.
د کومې بدې پیښې مخنیوي لپاره غونډه د
سخت امنیتي گامونو ترڅنگ شوې ده.
د تیر اتوار په ورځ هم دغسې یوې بلې احتجاجي
غونډې وروسته، بمي چاودنه کې ١٩ کسان وژل شوي وؤ.
په وژل شوؤ کسانو کې ١۴
پولیسان هم شامل وؤ.
پولیسو د جامعه حفصه ویجاړې شوې ودانۍ او لعل مسجد ته تلونکی
لاری تړلې وې.
په غونډه کې د برخه اخستونکو تالاشي اخستل کېده.
احتجاجي غونډې ته د
لعل مسجد د پخواني خطیب میرمن او د جامه
حفصه مهتمې ام حسان وویل ددوي پرضد د ترهگرۍ تورونه بې بنیاده دي.
نوموړې د وینا
په مهال د خپل خاوند د خوشي کولو غوښتنه اوکړه.
د پاکستان جمهوررئیس پرویز مشرف څو
ورځې وړاندې کراچۍ کې ویلي ؤؤ که د تندروي مخنیوی و نشو نو ټول هیواد به سور جومات
یا لعل مسجد جوړ شی.