لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیو یارک ټایمز: گڼ شمېر بهرني جنگیالي د پاکستان قبایلي سیمو کې ورټولیږي


دامريکا داستخباراتي شبکو وينا ده دغير ملکي جنګياليو لويه شميره دپاکستان قبائيلي سيمو کې جمع کيږي.
دامريکا وتلې ورځپاڼې نيويارک ټائمز پخپل راپور کې ادعا کړې ده چې دغه غير ملکي جنګياليو کې ازبک، دشمالي افريقي اؤ عرب نژاد جنګيالي شامل دي.
دبغداد څخه دامريکايي پوځ وياند ورځپاڼې ته وويل دغه جنګيالي دالقاعده دورانکارو مرستې لپاره څه موده وړاندې پاکستان ته ننوتلي دي.
اخوا افغانستان کې دناټو نوي کمانډر ډيوډ ميک کائرن ويلي دي دپاکستان شمال مغربي سيمه کې حالات زيات کړکيچن دي.
بلخوا دامريکې دکانګريس غړوغږ کړى دى چې دطالبانو مخنيوي لپاره امريکايي کمانډران پاکستان کې دتندرويانو په ضد عملياتو لپاره چمتو دي.
دامريکايي کانګريس غړيو جيني ګرين ،ډي هوسټن،مائيکل ميکال، ار اسټن،هنري کيولر اؤ ډي لاري ډونى هوسټن کرونيکل ورځپاڼې سره بيلا بيلو مرکو کې وويل پاکستان قبائيلي سيمو کې دترهه ګرو ځالو، دروزنې ځايونو اؤ افغانستان کې دلاس وهنې مخنيوي کې ناکامه ښکاري ځکه نو امريکايي کمانډران دغه سيمه کې عملياتو لپاره چمتو دي.
هغوي وويل افغانستان کې دامريکايي اؤ ائتلافي پوځيانو په ضد دطالبانو هلو ځلو کې ٤٠ فيصده اضافه شوې ده چې ددې له امله دجون مياشت کې دعراق په نسبت افغانستان کې ډير امريکايي پوځيان ووژل شول.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG