لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دائتلافي ځواکونو بمبارۍ کې پاکستاني پوځيان ژوبل شوي دي


دافغانستان پولې ته څيرمه دپاکستان قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان په انګور اډه ایتلافي ځواکونو بمباري کړې ده چې له امله يې د٩ؤ پوځيانو په ګډون ١١ تنه ټپيان شوي دي.
سرچينې وايي ایتلافي ځواکونو تيره شپه خواؤ شا يوه نيمه بجه دپاکستان په قبائيلي سيمه انګور اډه کې دپاکستاني پوځيانو په يوه پوسته بريد وکړو په برید کې له امله يې ٩ پاکستاني عسکر اؤ دنزدې پرتو سيمو ٢ اولسي وګړي ژوبل شوي دي.
همدغه راز سرچينې وايي دائتلافي ځواکونو لخوا دغه بريد کې دپاکستاني عسکرو ٤ ګاډي اؤ ځينې کورونه هم ړنګ شوي دي.
امريکايي ځواکونه وايي دغه بريد يې دترهه ګرو پر سنګرونو ترسره کړى دى
ژوبل شوي ټول کسان دتداوۍ لپاره دوانا روغتون ته رسول شوي دي.
دحکومتي تيليويزيون له مخې بريدونو کې ٤ عسکر اؤ ٢ ولسي وګړي ژوبل شوي دي.له دې وړاندې هم دجون پر١١مه نيټه امريکايي الوتکو دپاکستان په قبائيلي سيمه مهمند ايجنسۍ کې دپاکستاني پوځيانو په يوه پوسته بمباري کړې وه چې له امله يې د١١ؤ پوځيانو په ګډون ١٩ تنه وژل شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG