لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مائیکل مولن: بايد پاکستان پخپله خاوره دترهه ګرو په ضد عمليات وکړي


دامريکا دګډو ځواکونو دکميټۍ مشر ايډمرل مائيکل مولن تور لګولى دى چې دپاکستان قبائيلي سيمې ته دغير ملکي جنګياليو په ورتګ کې چټکتيا راغلې ده په دغو کې دالقاعده غړي هم شامل دي.
دافغانستان پايه تخت کابل کې ژورنالستانو سره دخبرو په مهال مائيکل مولن وويل پاکستان ته به پخپله خاوره دترهه ګرو په ضد عمليات کول وي.
دامريکايي پوځونو دمشر وينا وه افغانستان کې دتير کال په پر تله سږ کال دبهرني جنګياليو په ورتګ کې زياتوالى راغلى دى چې له امله يې پر سرحدونو وضعه کړکيچنه ده.
ايډمرل مائيکل مولن وويل دپاکستان دحکومت له لوري تندرويانو سره دامن خبرو اترو هيڅ ګټه ورنۀ کړه اؤ دغه جنګيالي پر وسلې غورځولو پخلا شوي نه دي .
دهغۀ وينا وه د سولې د خبرو اترو په اړ کې جنګيالي په ازادۍ سره دپولې پورې غاړه خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.
مائيکل مولن وويل دپاکستان سرحدي سيمو کې دجنګيالو خوندي ځالي موجود دي اؤ ددغه ځالو دموجوديت له امله ختيځ افغانستان کې پر ناټو اؤ افغان پوځيانو دتير کال په نسبت سږ کال بريدونو کې چټکتيا راغلې ده.
دايران لخوا دتوغندي دازموئنې پر اړه دامريکايي پوځ مشر وويل دغه معامله له پامه غورځولې شي.

دهغۀ وينا وه نړيواله ورورولي دې پر ايران سياسي اؤ سفارتي فشار زیات کړي.

XS
SM
MD
LG