لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاک پوځ :پاکستان پخپله خاوره دبريدله امله ناټوته احتجاج کړى دى


پاکستان پخپله خاوره جنوبي وزيرستان انګوراډه کې دائتلافي ځواکونولخواد ترسره شوي بريدپه سختوټکوکې غندنه کړې ده .
دپاکستان دپوځ دعامه اړيکودڅانګې لخوا په يوبيان کې ويل شوي دي دائتلافي ځواکونوله اړخه دمارټر ٦ګولې دپاکستان په خاوره کې پريوتي دي چې له امله ٦ پاکستاني عسکرژوبل شوي دي.
پوځي څانګه وايي دمارټردګوليوپريوتوڅخه وروسته پاکستاني عسکروهم ځوابي ډزې کړې وې چې په دغوډزوکې متقابل لوري ته هم دزيان رسيدلواطلاع ترلاسه شوې ده .
دبيان ترمخه پاکستان دائتلافي ځواکونولخوا پخپله خاوره دګوليوداغلوله امله دايساف په مرکزکې خپل احتجاج ثبت کړى دى.
اخوا افغانستان کې د ایساف قواؤ ادعا کړې ده چې وړمه شپه د پاکستان په انگور اډه قبایلي سیمه کې مارټر حملې د طالب ېاغیانو لخوا شویدي چې هدف یې د دواړو هیوادو ترمینځه سرحدی شخړې راپورته کول وؤ.
خو د پاکستان یو پوځي ویاند میجر مراد قیوم ډیوه ریډیو ته ویلي دي په پاکستاني پوسته دغه حملی د افغانستان لخوا شویدي اؤ زیاته کړې یې ده ددغه حملو په ځواب کې پاکستاني عسکرو هم ډزی کړی دی.
نوموړي ویلي دي دوي د ایساف قواؤ ته د خپل احتجاج په ترڅ کې خبرداری ورکړې دې که دغه حملې دوام ولري نو د ترهگرۍ پخلاف روانې گډې مبارزې ته به توان ورسي.
پاکستان کې د پخواني پوځي افسرانو د تنظیم مشرانو هم د افغانستان لخوا په انگور اډه کې د حملې په سختو ټکو کې غندنه کړیده اؤ دړکه یې کړې ده دوي هیڅ یو خارجي هیواد ته د اجازه نه ورکوي د پاکستان په خاوره تیرې وکړي.

XS
SM
MD
LG