لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شاه محمود قریشي: هیڅ خارجی هیواد ته به پاکستان کې د عملیاتو اجازه نه ورکو


دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي دي دامريکا په ګډون کوم غير ملکي پوځ پاکستان کې دالقاعده دمشر اسامه بن لادن لټون نۀ کوي.
واشنګټن کې امريکايي خبري اژانس سره يوه مرکه کې شاه محمود قريشي وويل نۀ خو امريکايي پوځ پاکستان کې داسامه لټون کوي اؤ نۀ به هم دامريکا په ګډون کوم بل هيواد ته ددې اجازه ورکړل شي.
دبهرنيو چارو وزیر وويل دپولې دپورې غاړې څخه اوس هم ترهه ګر پاکستان ته راننوځي خو دالقاعده دمشرانو دلټون په اړ کې به پاکستان امريکا ته دپوځي عملياتو اجازه ورنۀ کړي.
هغۀ زياته کړه غير ملکي پوځي عمليات به پارونکي ثابت شي، دپاکستان اولس به يې ونۀ مني اؤ دهيواد په خپلواکۍ به پوښتنې راولاړي شي .
شاه محمود قريشي وويل دامريکايي پوځي عملياتو سره به امريکا ضد جذبات راولاړ شي چې له امله به يې دپاکستان اؤ امريکا ترمينځ دلاس امداد روانه فضاء اغيزمنه شي.
دهغۀ وينا وه قبائيلي سيمو کې دامنيت دټينګښت لپاره يواځې پوځي عمليات نۀ بلکې دخلکو زړونه، اؤ ذهنونه به هم ګټل وي.
داسامه بن لادن پاکستان کې دموجوديت په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې شاه محمودقريشي وويل څوک هم په يقين سره دا نۀ شي وئيلى چې هغه چرته دى؟، پاکستان دترهه ګرۍ په ضد جنګ کې ائتلافي دى اؤ کۀ چرې داسامه بن لادن په ګډون دکوم تندرو مشر دموجوديت خبر ترلاسه شو نو پاکستان به پخپله سمدستي عمليات وکړي.
بلخوا واشنګټن کې پاکستانۍ ټولنې ته دوينا په مهال شاه محمود قريشي ويلي دي حکومت دلرې کړل شوؤ قاضيانو پځايې کولو کې سنجيده دى اؤ ډير زر به دغه معامله پارلمان ته وړاندې کولى شي.
هغۀ وويل حکومت د٣م نومبر دګامونو، قاضيانو دپځايې کولو، ګرانۍ اؤ غربت ختمولو لپاره هڅې کوي.
هغۀ وويل پاکستان به پخپله خاوره دکوم بهرني قوت د استعمال هيڅکله اجازه ورنۀ کړي اؤ پاکستان پخپله دستونزو دهواري کوټلى توان لري. د قبائيلي سيمو دروانې وضعې په اړه شاه محمود قريشي وويل حکومت دامنيت دټينګښت، دکوم لويې زيان اؤ انساني وګړو دځانونو تاوان څخه خونديتوب لپاره مختلفو ډلو سره خبرې اترې کوي.

XS
SM
MD
LG