لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ارزګان :دپوليسو پر ګاډى ځانمرګى بريد ترسره شوى،  ٢١ کسان مړۀ


يو ځانمرګي بريد کوونکي دچاؤديدونکيو موادو څخه بار ګاډى دپوليسو دګاډى سره ټکر کړى چې له امله يې لږ ترلږه ٢١ کسان وژل شوي دي اؤ ٣٣ نور ژوبل دي.
دغه ځانمرګى بريد نن داتوار په ورځ دافغانستان ارزګان ولايت په دهراود اولسوالۍ کې خواؤ شا ١٠بجې رامينځته شوى دى.
د ارزگان امنيه قوماندان جمعه گل همت ډیوه ریډیو سره په خبرو کې وويل دارزګان ولايت کې وژل شوؤ کسانو کې ٥ پوليس اؤ نور ولسي خلک دي.
ښاغلي همت وويل په دغه بريد کې د٢١ؤ څخه نيولې تر ٢٠ؤ پورې کسان وژل شوي اؤتر ٣٥ؤ پورې نور ژوبل شوي دي اؤ دغه شميره نور هم سيوا کيدى شي.
په وژل شوؤ کسانو کې ماشومان هم شامل دي.
تر دې مهاله ددغه ځانمرګي بريد مسؤليت چا په غاړه نۀ دى اخستى.
له دې وړاندې دافغانستان په پايه تخت کابل کې هم دهند پر سفارت خانه دنامعلوموکسانو لخوا ځانمرګي بريد ترسره شوى ؤ چې پکې تر ٤٠ؤ پورې خلک وژل شوي وؤ، اؤ د افغانستان حکومت ويلي وؤ دغه پيښه کې دپاکستان استخباراتي شبکه لاس لري.
بلخوا دنړيوالو امنيتي ځواکونو وياند کيپټن مائيک فن کابل کې ويلي دي د کونړ ولايت کې دطالبانو اؤ ائتلافي ځواکونو ترمينځه نښته کې دائتلافي پوځ ١ عسکر مړى شوى اؤ نور ژوبل شوي، دجګړې وروسته ٤ پوليس لا درکه دي.
دغزني ولايت دپوليسو مشر ادعا کړې ده چې طالبانو ٢ ښځې وژلي دي.
دنورستان والي ژورنالستانو ته وويل دافغاني پوځيانو په عملياتو کې ٤ طالبان وژل شوي اؤ ٦ نور ژوبل شوي دي.

همدغه راز لوګر ولايت کې وسله والو کسانو دپارليمان غړى عبدالولى احمدزى هم تښتولى دى.
XS
SM
MD
LG