لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایډمرل مولن د ترهگرۍ د مخنیوي لپاره د پاکستان ناڅاپي شفر کړیدی


د امریکې د گډو ځواکونو د کمیټۍ مشر ایډمرل مائیک مولن پاکستان کې د مهمو پوځي اؤ سیاسي مشرانو سره لیدل کړیدی اؤ پاکستان افغانستان په سرحدی سیمه کې د ترهگرۍ د مخنیوي په باب په کړنلاره یې خبرې اترې کړیدی.
دپاکستان حکومت تر اوسه په دغه حقله کومه رسمی وینا نه ده کړی، خو څیړونکی پاکستان ته د ښاغلي مولن غیر اعلانیه سفر ته ډیر اهمیت ورکوي.
پاکستاني مطبوعات وایي ایډمرل مولن په خپل لنډ سفر کې د جمهوررئیس پرویز مشرف اؤ صدراعظم یوسف رضاگیلاني نه علاوه د پاکستان د پوځ د مشر اشفاق پرویز کیاني او د پوځ د عملیاتو د څانگې مشر سره هم لیدل کتل کړیدي.
مقامی مطبوعات او څیړونکي ویرهڅرگندوی چې د ښاغلي مولن پاکستان ته د ناڅاپي سفر هدف په قبایلي سیمو کې د امریککې نیغ په نیغه پوځي عملیاتو ته لار هوارول دی.
بلخوا دپاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني ويلي دي پاکستان يو ازاده اؤ خپلواکه هيواد دى اؤ څوک ورته په ښيرنه سترګه نۀ شي کتلى.
پيښور کې خبریالانو سره په خبرو کې صدراعظم وويل چاته دا واک نۀ دى ترلاسه چې پر پاکستان بريد وکړي خو بايد مونږ هم پخپلو ګريوانونو کې وګورو.
سيد يوسف رضا ګيلاني وويل سيمه کې امن اؤ پرمختګ غواړو ځکه نومونږ ته به د يو وګړي په توګه مسؤليت ښودل وي.
هنګو کې پر امنيتي ځواکونو دبريدونو دغندنې په ترڅ کې صدراعظم وويل دغه عسکر دوستان وؤ دښمنان نۀ اؤ هغوي ته دهوکه ورکړل شوې ده.
هغۀ دامريکا دګډو ځواکونو دکميټې دمشر ايډمرل مائيکل مولن سفر دمعمول دسفر ګرځولو په ترڅ کې وويل امريکا سره زمونږ ددفاع، معيشت اؤ تعليم په ګډون مختلفو څانګو کې لاس امداد دوام لري اؤ دغه سفر هم ددغه اړيکو لړ ۍ وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG