لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان لخوا ممکنه بریدونو قبایلي سیمو کې ویرې راپارولي دي


په کابل کې د ناټو ویاند مارک لیټي ویلي چې د پاکستان پولې ته نزدې د افغانستان په سرحد کې نه خو ایتلافي ځواکونو شمیر کې زیاتوالی او نه هم هغوي خپل ځایونه بدل کړي دي.
نوموړي وائیس آف امریکا ته ویلي په سرحدي سیمو کې د ایتلافي ځواکونو حرکت د معمول سره سم دی.
که څه هم د ناټو ویاند د افغانستان په سرحد کې د پوځیانو د یو نه بل ځایې ته د حرکت خبره ردکړې خو بیا هم په ځینو مطبوعاتو کې د پوځیانو د حرکت په اړه رپوټونو قبایلي سیمه کې ویره پا رولې ده.
دوضعې په نظر کې نيولو سره سرحدي سيمو څخه قبائيلو کډې بارول پيل کړي دي.
رپوټونه وایی ائتلافي پوځ دتيرې شپې راهسې دپاک افغان سرحدي سيمو غلام خان، شوال، امير چپهر اؤ لواره منډهۍ ته رسيدلي دي اؤ پر دغو سيمو دائتلافي جنګي الوتکو الوتنې هم دوام لري.
سرحدي سيمو ته دائتلافي پوځيانو رسيدو اؤ دجنګي الوتکو دالوتنو وروسته دسرحدي سيمې څخه ځیني قبائيل خوندي سيمو ته پناه وړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG