لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرحد حکومت :  دتندلارو په ګواښونو به نۀ مستعفي کيږو


د سرحد حکومت ويلي دي اولس هغوي د٥ؤ کالو لپاره ټاکلي دي اؤ مستعفي به نۀ شي
دصوبه سرحد داطلاعاتو وزير ميا افتخار میډیا سره په خبرو کې وويل اولس حکومت دپينځوؤ کالو لپاره ټاکلى دى اؤ دامنيت دټينګښت لپاره يې ورته خپله رايې ورکړې ده.
ميا افتخار وويل دحکومت لومړۍ ترجيح ده چې ټولې ستونزې دخبرو اترو له لارې هوارې کړل شي خو کۀ چرې دخبرو اترو له لارې امنيت تامين نۀ شي نو طاقت به هم کارولى شي.
صوبايي وزير وويل دسرحد حکومت قبائيلو سره په شوؤ ټولو لوظنامو عمل کوي.
دپاکستاني طالبانو دتحريک لخوا دسرحد حکومت ته دمستعفي کيدو ورکړل شوې نيټه نن ختميږي چې له دې وروسته طالبانو خپلو هڅو ته ددوام ورکولو بله دړکه کړې ده.
دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند مولوي عمر ويلي دي دسرحد حکومت ته دورکړل شوي وخت پورې دنۀ مستعفي کيدو وروسته دتحريک دمشر بيت الله محسود دامر انتظار کوؤ.
شخصي تيليويزيون سره په خبرو کې مولوي عمر وويل دسرحد حکومت ته مو دسوات اؤ هنګو دوضعې په اړه دخبرو اترو وړانديز کړ ى دى.
هغۀ وويل مونږ دسوات اؤ هنګو دوضعې په هکله خبرو ته چمتو يو.
مولوي عمر وويل سوات اؤ هنګو کې ثابته شوه چې دطاقت استعمال دستونزو هوار ى نۀ دى ځکه نو دطالبانو تحريک دجنګ جګړو څخه وړاندې دخبرو اترو ملګرتيا کوي.
دحکومتي کسانو دخوشې کولو په اړه مولوي عمر وويل دخبرو اترو پيل کيدو وروسته دبنديانو تبادله هم کيدى شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG