لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایمنسټي انټرنیشنل : پاکستان باید د ٥٠٠ و بې درکه خلکو حال وړاندې کړي


د بخښنې نړیوالې یا ایمنیسټي انټرنیشنل یوې نړیوالې ادارې د پاکستان حکومت نه غوښتنه کړې ده چې د هیواد د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې بې درکه شوي خلکو پحقله دې معلومات ورکړي.
د بخښنې نړیوالې ادارې ویلي دوي ثبوت لري چې د پاکستاني ادارو لخوا د ٥٠٠ بې درکه خلکو چې یو پکې د نهه کالو ماشوم هم شامل دې د دغه هیواد امنیتي ادارو لخوا نیول شوي دي او تر اوسه بې درکه دي.
نن د شورو په ورځ ایمنیسټي انټرنیشنل د پاکستان حکومت نه غوښتنه کړې چې د بې درکه خلکو پحقله دې پلټنې وکړي او زیاته یې کړې ځیني بې درکه خلکو باندې تشدد هم شوې دی.
د بشري حقونو نړیوالې ادارې تور لگولې چې د هیواد امنیتي ځواکونه نیول شوي کسان پټو بندي خانو ترمنځ بدلوي او رابدلوي چې دوي معلومول نور گران کړي.
په دغه بې درکه خلکو کې ځیني د تیرو اوو کالو نه بې درکه دي.
د ایمنیسټي انټرنیشنل دغه رپورټ کې ویل شوي چې ځیني بهرني هیوادونه چې امریکا هم پکې شامل ده ددغه بې درکۍ خلکو په بې درکې کې لاس لري.

XS
SM
MD
LG