لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوبامه المان کې افغانستان لپاره د زیاتو مرستو غږ کړی


د امریکا د جمهور رئیسۍ لپاره دډیموکرټیک گوند کاندید باراک اوبامه په المان کې د زیارت په ورځ هغه وینا وکړه چې ډیر انتظار ورته کیدو.
ښاغلي اوبامه په دغه وینا کې په اروپا غږ وکړو چې افغانستان ترڅنگ گرده نړۍ کې امن راوستلو لپاره دې د امریکا مرسته وکړي.
اوبامه په برلین کې د زرگونو خلکو مخکې دغه وینا وکړه. د وینا ځایې ته د رسیدو وړاندې په زرگونو خلک څو ساعته وړاندې د بربلین پارک ته تللي وو او ټول میدان د خلکو نه ډک وو.
ښاغلی اوبامه وویل چې د امریکا او اروپا تر منځ د ښو تاریخی اړیکو باوجود، دواړه خواوې په خپل شریک ائنده متفق نه دي.
نوموړي په اروپایانو غږ وکړو چې د ترهگرۍ پرضد جگړه کې غټ رول ولوبوي او په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره زیاتې زمه واریانې قبول کړي.
ښاغلي اوبامه په عراق لږې خبرې وکړی هغه وویل دغه جگړې نړۍ ویشلې ده خو د نوموړې هیواد بیرته رغونه باید نړۍ بیا یو موټی کړي.
نوموړي د امریکې او اروپا د تاریخي اړیکو ذکر وکړو او د نړیوالې جگړې په وخت د ایتلافي ځواکونو لخوا د برلین وسیدونکو ته د مرستو خبره یې وکړه.
ښاغلي اوبامه وویل د امریکا او روپا دوستي په حقیقت کې شپیته کاله وړاندې هغه وخت پیل شوه کله چې د اروپا د مرستو لپاره لومړۍ امریکایي الوتکه د المان په زمکه کیناسته.
اوبامه امریکا او اروپا باندې غږ وکړو چې ایران خپل اټومي پروگرام جوړولو نه پرشا کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG