لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوبامه : د امریکا د ستونزو هوارې د ایتلافیانو سره په گډه کارکولو کې دی


د امریکا د جمهور رئیسۍ لپاره دډیموکرټیک گوند کاندید باراک اوبامه د خپل نړیوال سفر په اخرې پړاو کې لندن ته رسیدلی دی.
ښاغلي اوبامه ویلي دي د امریکا د ستونزو هوارې د امریکا د ایتلافیانو سره په گډه کارکولو کې دی.
ښاغلي اوبامه دغه خبرې د برتانیه صدراعظم گورډن بروان سره د دوو ساعتو لیدو وروسته کړي دي.
په دغه لیدو کتو کې دواړو مشرانو په دوه اړخیزه اړیکو او په خصوصي توگه ترهگرۍ پخلاف نړیواله مبارزه او نړیوالې تودوخه باندی خبرې کړي.
نوموړي په لندن کې د برتانیې پخواني صدراعظم ټونی بلیر سره هم لیدل کتل کړي تمه ده ښاغلې اوبامه به د برتانیه حکومت مخالف ډلی مشر ډیوډ کیمرون سره هم لیدل کتل کوي.
باراک اوبامه پرون په پیرس کې د فرانسیه جمهوررئیس نکولس سرکوزی سره لیدو کتو وروسته لندن ته سفر وکړو. دواړو مشرانو په عراق او افغانستان کې جگړی او د ایران جوهري پروگرام پحقله خبرې اترې وکړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG