لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات : په نښتو کې ١٣ ملکي کسان وژل شوي دي


په تازه نښتو کې لږ تر لږه دیارلس ملکي کسانو د وژلو رپوټونه راغلي دي. په دغو کې د یوې کورنۍ اووه کسان د کبل په شاه ډیرۍ سکۍ کلي او شپږ کسان د یولۍ سیمه کې وژل شوي دي.
په دواړو پیښو کې د مارټر گولۍ په کورنو لگیدلې دي.
وژل شوؤ کې ٢ ښځې اؤ ماشومان هم شامل دي اؤ تعلق يې هم ديوې کورنۍ سره دى. ناتیده رپوټونو وایي چې تر اوسه په دغو نښتو کې د ٢٥و زیات جنگیالي او پنځه پاکستاني عسکر وژل شوي دي.
همدغه راز نامعلومو جنگياليو کيشوره سيمه کې دوؤ اؤ دخوازه خيلې په عالم ګنج سيمه کې ١ سکول ته اور واچولو.
دسوات تحصيل کبل په نصرت کلي کې دسکول داستاذ احمد سيد په کور دګولې پريوتو له امله ښځې اؤ خاوند وژل شوي دي.
دمټې تحصيل په سربانډه، برمه باما خيله، پيوچار، نمل اؤ ګټ شور سيمو کې امنيتي ځواکونو ګوله باري کړې ده چې پکې دطالبانو ګڼ شمير سنګرونه ړنګ شوي دي اؤ د١٠ؤ څخه زيات طالبان مړۀ اؤ ګڼ شمير ژوبل شوي دي.
بلخوا دکبل پوليس څوکۍ اؤ وانئ پوستې باندې طالبانو بريد کړى دى خو دپوځيانو په ځوابي عملياتو هغوي وتښتيدل
دسوات پوځي عملياتو کې برخې اخستو لپاره دفرنټئير کور عسکرو تازه دستې مټې اؤ کبل ته رسيدلي دي.دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو څانګه وايي دسحر ١٠ؤ څخه تر ١٢ؤ بجو پورې کرفيو کې دنرمښت نه وروسته بيا کرفيو لګيدلې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG