لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان په کابل کې په هندي سفارت د برید تور ردوي


پاکستان دامريکايي ورځپاڼې هاغه راپور په سختۍ سره رد کړى دى چې پکې ويل شوي دپاکستان استخباراتي شبکه ايي ايس ايي دجولايي پر٧مه نيټه دافغانستان پايه تخت کابل کې په ترسره شوې بمي چاؤدنه کې لاس لري.
دپاکستان دبهرنيو چارو دوزارت وياند محمد صادق دامريکايي ورځپاڼې راپور دبيخي عبث ګرځولو په ترڅ کې ددې په سختو ټکو کې غندنه کړې ده.
يوې غير ملکي خبري اژانس سره دسرلنکا څخه دتيلي فون له لارې په مرکه کې محمدصادق وويل کابل کې دجولايي پر ٧مه نيټه پر هندي سفارت خانه بريد کې دپاکستان داستخباراتي شبکې ايي ايس ايي دککړيدو ثبوت نۀ دى ترلاسه شوى.
امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټائمز دامريکايي چارواکو له خولې ويلي وؤ دجولايي پر ٧مه نيټه دافغانستان پايه تخت کابل کې دهندي سفارت خانې مخې ته دچاؤدنو پلان دپاکستان د استخباراتي شبکې د چارواکو په مرسته جوړ شوى ؤ. د طالب پلوه تندلارو سره د ايي ايس ايي د اړیکو خبر هم نیویارک ټائمز ورځپاڼې ورکړی وو.
په رپوټ کې امریکایي چارواکو ادعا کړې وه چې پاکستان سره یې داسې ثبوتونه شریک کړي چې ښایي د ايي ايس ايي ځیني چارواکي تندلارو سره اړیکې لري. د دې وړاندې دپاکستان ددفاع وزير چوهدري احمدمختار ويلي وو د امریکا جمهوررئيس بوش دپاکستان داستخباراتي شبکې ايي ايس ايي پر کار ناخوښي ښودلې ده.
دجمهوررئيس بوش سره دليدنې په اړه احمدمختار ویلي وو دغه ليدنه کې ګڼې خبرې دبحث لاندې راغلې، دبوش وينا وه ايي ايس ايي کې د ځينو چارواکو کردار زيات شکمن دى، جمهوررئيس بوش وپوښتل چې پر ايي ايس ايي دچا کنټرول دى؟

XS
SM
MD
LG