لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبانو د ایمن الظواهري د وژنې رپوټ ردکړی دی


په پاکستان کې د طالبانو یو ویاند هغه رپوټونه دروغ بللي چې وایي د اسامه بن لادن نزدې ملگری ایمن الظواهري په کوم برید کې وژل شوی دی.
ویاند د امريکايي تيليويژيون هغه ادعا رد کړې ده چې دالقاعده مرستيال مشرايمن اظواهري دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې اوس اوس دامريکالخواپه شوي بريدکې سخت ژوبل شوى دى اؤحتى داسې احتمال هم شته چې هغه وژل شوى وي.
دپاکستان دپوځ وياندميجرجنرال اطهرعباس هم ویلي دميزائيلوپه دغه بريدکې دايمن الظواهري دوژل کيدوياژوبل کيدوهيڅ معلومات نۀ دي ترلاسه شوي.
دامريکايي چينل سي بي ايس نيوز دراپورترمخه دغه تيليويژيون ته دپاکستان څخه دسرچينولخواديوليک نقل ترلاسه شوى دى چې په هغه ليک کې دشيخ ډاکټرايمن الظواهري دنوم په حوالې ورکولوسره دډاکټرڅخه دهغۀ د درملنې غوښتنه شوې ده.
راپوروايي کۀ چرې ايمن الظواهري ژوبل شوى يا وژل شوى وي نواوس هم دپاکستان په کومه قبائيلي سيمه کې شتون لري .
دراپوروايي په ليک کې کښل شوي دي چې ايمن الظواهري په ډيرسخت تکليف کې مبتلا دى اؤژورزخمونه لري.
دټي وي چينل وايي دغه ليک دپاکستاني طالبانودغورځنګ دمشربيت الله محسودلخواکښل شوى دى چې دپاسه پرې د٢٩مې جولايۍ نيټه ثبت ده،ددغه نيټې څخه يوه ورځ دمخه په ٢٨مي جولايۍ جنوبي وزيرستان کې دامريکالخوا په يوه ديني مدرسه دميزائيلوبريدکې دالقاعده مهم مشرابومعصب المصري هم وژل شوى ؤ.
راپورزياتوي په ترلاسه شوي ليک دبيت الله محسودلاسليک اؤدطالبانودغورځتګ نخښه يامنوګرام هم موجوددى.
په راپورکې داهم ويل شوي چې پوهانوياماهرينودطالبانودنخښې اؤدبيت الله محسوددلاسليک پخلى کړى دى .
راپورد امريکايي چارواکيوپه حواله ليکلي دي هغويي دګل په ورځ دترسره شوي بريدپه مهال دغلته دايمن الظواهري دشتون ياپه بريدکې دژوبل کيدو خبرنۀ لرلو.
خوراپورداهم وايي چې دامريکا داستخباراتويوماهر اؤنوروچارواکيومنلې ده چې هغويي دايمن الظواهري دوژنې په هکله دراپورونودتصديق کولو په هڅه کې دي

XS
SM
MD
LG