لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سوات کې ددوؤ افسرانو په شمول ٧ پوليس وژل شوي دي


دصوبه سرحد دسوات په ضلع کې دتندلارو جنگياليو لخوا ددوؤ پوليس افسرانو په ګډون ٧ پوليسان وژل شوي دي اؤ ٣ نور ژوبل کړل شوي دي.
ژوبل پوليس دتداوۍ لپاره دسيدو شريف روغتون ته رسول شوي دي چې پکې دځينو حالت مرګونى ښودل کيږي.
ددغه پيښې مسؤليت ځايې طالبانو په غاړه اخستى دى.
دغه پيښه دسوات په کبل تحصيل کې هاغه مهال رامينځته شوه کله چې دوه دپوليسو افسران حضرت جميل اؤ امان الله دنورو سپاهيانو سره يو ځايې دمعاشونو ترلاسه کولو وروسته دپوليسو په ګاډي کې روان وؤ اؤ د هزاره نومې پل سره تندرويه جنگياليو دهغوي ګاډى په بم والوځولو.
دسوات دطالبانو دغورځنګ وياند مسلم خان دپيښې دمسؤليت په غاړه اخستو په ترڅ کې ويلي دي دغه پيښه دعملياتو په لومړۍ ورځ دوژل شوؤ ٧ؤ طالبانو دوژنې بدله ده.
مسلم خان په وينئ پوسته ديو ايف سي دعسکر دوژل کيدو ادعا هم کړې ده.
سوات کې عمليات نن په څلورمه ورځ هم دوام لرلو.
امنيتي ځواکونو کبل، مټه اؤ منگلور سيمو کې دطالبانو شکمن سنګرونه په نخښه کړل. دمټې سيمه کې يوه ګوله دمتين نومې سړي په کور دلګيدو له امله دهغۀ ښځه مړه اؤ ځوې يې ژوبل شو.

XS
SM
MD
LG