لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عافیه صدیقې د ترهگرۍ په شک کې محکمې ته وړاندې کېږي


امریکا ته مطلوب د القائدې سره د اړیکو لرلو په شک کې نیول شوې یوه پاکستانۍ سائنس پوهه عافیه صدیقي به نن په نیویارک کې یوې محکمې ته وړاندې کولی شي.
په عافیه صدیقي تورونه دي چې هغې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو او غیرپوځي چارواکو د وژنې هڅې کړې دي.
ېو حکومتي وکیل پرون ویلي ؤؤ عافیه صدیقی د جولایۍ میاشتې په نیمایې کې په غزنی ایالت کې د ایالتي والی د وادنۍ بهر نیول شوې وه.
چارواکی وایي دغه سائنس پوهې سره د چاودیدنکو موادو جوړولو اسناد او د نیویارک ښار په شمول د یو شمیر امریکایي ځایونو نقشې او معلومات وؤ.
د نیولو یو ورځ وروسته د امریکې استخباراتو ادارې ایف بي ایي پلټونکي هغې نه معلومات تر لاسه کولو لپاره ورغلل.
عافیه صدیقي په دغه مهال په زمکه پروت یو ټوپک تر لاسه کړو او دوه ډزې یې اوکړې. په ځواب کې یو پوځي په عافیه صدیقې هم ډزې وکړې او هغه یې ژوبل کړه.
د مېرمن صدیقي خور ډاکټر فوزیه په کراچۍ کې یو خبري کانفرنس کې د خپلې خور پرضد لگول شوې تورونه ردکړې دي.
نوموړې د خپلې خور د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG