لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات : د ځایي جنگیالو د خبرو اترو غړی علی بخت وژل شوی دی


تازه خبرونو تر مخه په سوات کې د ځایي جنگیالو د خبرو اترو د کمیټۍ غړی علی بخت وژل شوی دی.
د ځایي جنگیالو ویاند حاجی مسلم خان ځایي خبریالانو ته د علی بخت او د نزدې پینځو نورو جنگیالو د وژلو د خبر پخلی کړی دی.
علی بخت په دیولۍ سیمه کې د هیلی کاپټر په ډزو وژل شوی دی.
سرچينې وايي دمټې په پيوچار سيمه کې په يو کور دمارټر دگولې لگيدو له امله ١ تن خپل ژوند دلاسه ورکړو.
دمانړي په سيمه کې دمارټر گولې لگيدو له امله ٢ تن مړۀ شول.
دکبل تحصيل په هزاره سيمه کې دنجونو سکول ته ٢ؤ جنگياليو چاؤديدونکي مواد ايښودل چې په دغه مهال درنه چاؤدنه وشوه اؤ دغه دواړه پکې ووژل شول.
ددغه چاؤدنې له امله نوموړي سکول ته زيان ورسيدو اؤ دبم ناکاره کولو ډلې نور ٤ بمونه هم خنثي کړل.
له پيښې وروسته کبل سيمه کې گرځ بنديز يا کرفيو پځايې کړل شوې ده.
دسوات مينگوره سيمه کې دپوليسو په شاهدره نومې څوکۍ ځايې طالبانو بريد کړى دى چې له امله يې ١ پوليس ټپي شوى، ځوابي عملياتو کې ١ جنگيالى هم وژل شوى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG