لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي باجوړ کې یې ٢٥ جنگیالي  وژلي دي


دافغانستان سره په پوله پرته دپاکستان قبائيلي سيمه باجوړايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونواوځايي طالبانوترمنځ سختې نښتې شوې دي چې په کې لږترلږه ٢٥طالبان وژل شوي اؤ٣٥نورژوبل شوي دي.
حکومتي سرچنيوپه دغونښتوکې ددوؤعسکرودوژل کيدواؤددريودژوبل کيدوپخلى کړى دى.
دباجوړپه مرکزخارکې هم دخاصه داروپه يوگاډي دمائن دبريداؤډزو له امله يوخاصه داروژل شوى اؤ٨نورژوبل شوي دي.
دجيش اسلامي په نوم تندروه تنظيم دطالبانودملاتړکولوپه ترڅ کې په امنيتي ځواکونوترسره شوي يوبريدکې د٣ؤعسکرودوژنې ادعاکړې ده.
سرچينې وايي دباجوړپه لويي سم سيمه کې دامنيتي ځواکونواؤطالبانوترمنځ سختې نښتې شوي دي چې په دغونښتوکې امنيتي ځواکونودتندروه طالبانوپه ضددهيلي کاپټروڅخه ګولۍ وورولې اؤهم يې دتوپوډزې وکړې. امنيتي عسکرولۀ نښتووروسته دلويې سم سيمه پخپله ولکه کې اخستې ده. اخوا په سوات کې هم جگړه سړه سوې نه ده.
وروستي رپوټونه وایي ځایي جنگیالو په مټه کې یو کالج او یو سکول ته اور اچولی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG