لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مشرف د ممکنه مواخذې له امله د چین سفر په دویم ځل ځنډولې دی


دپاکستان جمهوررئیس پرویز مشرف د واک نه د لری کولو او دلری کړی شوؤ قاضیانو پرځایې کولو لپاره په ایتلافي حکومت کې شامل گوندونو ترمنځه خبرې اترې نن په دریمه ورځ هم دوام لري.
وروستي رپوټونه وایي دپاکستان په واکمن ائتلاف کې دشاملوگوندونه دخبرواتروله کاميابيدووروسته دپيپلزگوندمشراصف علي زرداري اؤدمسلم ليگ (ن)مشرميانوازشريف نن ديوگډمطبوعاتي کانفرنس په ترڅ کې دگډې اعلاميې متن اوروي چې په دغه اعلاميه کې به دجمهوررئيس دلرې کولواؤدگوښه کړل شوؤقاضيانودبيرته پځايې کولودپاره نيټه هم ورکولى شي.
رپوټونه وایي دگډې اعلاميې دمسودې تيارولودپاره نن دزيارت په ورځ دپيپلزګونداؤمسلم ليگ (ن)دمسودې دجوړولودکميټې په غونډه کې دگډې اعلاميې مسودې ته غوڅ شکل ورکړل شو.
د ائتلافي گوندونو ترمنځه د جمهوررئیس د ممکنه مواخذې د خبرونو له کبله جمهوررئیس پرویز مشرف یو ځل بیا چین کې د االمپکس لوبو کې برخه نه اخستو پریکړه کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي پرویز مشرف پرځایې به د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني به بیجنگ کې د المپکس لوبو پرانستې کې گډون کوي. ښاغلي مشرف په دویم ځل چین ته خپل سفر ځنډولې دی.

سرچينې وايي په مسوده کې دجمهوررئيس دمواخذې اؤدقاضيانودپځايې کولوترڅنگ دنوازليگ بيرته حکومت کې دبرخې اخستوخبره هم شوې ده
دسرچينوترمخه په مسوده کې راغلي دي چې دقامي اؤصوبايي اسمبليولخوابه دجمهوررئيس څخه غوښتنه کيږي چې بايدهغه داسمبليوڅخه دباوررايې واخلي اؤکه چرې پرويزمشرف دباوررايې اخستوته تيارنه شي نوپه هغه صورت کې به د هغه په ضد د مواخذې تحريک راوړل کيږي.
همدغه راز کله چې پرويز مشرف له واکه وغورځول شي نو بيا به ټول لرې کړل شوي قاضيان دمري داعلان په اساس سردوباره پځايې کړل شي.

XS
SM
MD
LG