د
پاکستان واکمن ایتلاف د جمهوررئیس پرویز مشرف د مواخذې فیصله اعلان کړه.
د ایتلاف
مشرانو آصف علي زرداری، میا نواز شریف ښاغلي مشرف باندې په یو گډ مطبوعاتي کانفرنس کې یو شمېر
جدی تورونه ولگول.
ښاغلي زرداري وویل پرویز مشرف وعدې ماتې کړی.
د
اساسي قانون سرغړونه یې کړې، ادارې یې کمزورې کړي. او په پختونخواه او قبایلي سیمو
کې یې گډوډي رامنځ ته کړي دي.
نوموړي زیاته کړه پرویز مشرف به د نوي پارلمان او
صوبایي اسمبلیو نه د اعتماد نوې رایې اخلي او دهغې وروسته به د جمهوررئیس مشرف
مواخذه کېږي.
د مشرف د ائنده سیاسي رول په اړه واکمن ایتلافي گوندونو درې ورځی په
اسلام اباد کې په خبرو بوخت وو. په دغو خبرو کې د پیپلز گوند مرستیال مشر آصف علی زرداري
مسلم لیگ مشر نواز شریف، د جمعیت علما اسلام
مشر مولانا فضل الرحمان او عوامي نیشنل گوند مشر غړی حاجي عدیل برخه لرله.
نوموړې یې په هیواد کې په گډوډۍ ائین ماتولو، قاضیان لری کولو او
د بجلۍ بحران او یو شمېر نورو خبرو باندی تورن کړی دی.