لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د مواخذې اعلان پاکستان کې سیاسي جگړه پېل کړې ده


د پاکستان د واکمن ایتلاف لخوا جمهوررئیس پرویز مشرف د مواخذې اعلان د وروسته د حکومت او جمهورریاستي ماڼی ترمنځ ښکاره جگړه پېل شوې ده.
د پرویز مشرف مواخذې لپاره واکمن ایتلاف ته د پاکستان پارلمان کې په دریو کې دوه برخې اکثریت پکاردی. واکمن ایتلاف ته په قامي اسمبلۍ کې دریو کې دوه برخې اکثریت ترلاسه دې خو څېړونکې وایي چې واکمن ایتلاف ته د پاکستان په سینټ کې دیرو کې دوه برخې اکثریت تر لاسه کولو کې به مشکل وي.
د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړو شمېره ٣۴٢ او د سینټ د غړو شمېره ١٠٠ ده.
واکمن ایتلاف ته به د پرویز مشرف مواخذی لپاره د پارلمان نه د ٢٩٥ غړومرسته تر لاسه کول وي.
د پاکستان مخالفو ډالو ویلي دي چې دوي به د پرویز مشرف مرسته کوي او د واکمن ایتلاف د مواخذې مقابله به کوي .
خو ایتلاف ډاډه دی چې د جمهوررئیس مشرف د مواخذه کولو لپاره کافي غړي لري. واکمن ایتلاف پرون په خپل اعلان کې په ښاغلی مشرف جدي تورونه لگولي وو.
او نوموړی یې په هیواد کې په گډوډۍ، اقتصادي خرابۍ او د ائین په سرغړونه تورن کړی وو.
د ښاغلي مشرف نزدې ملگرو مطبوعاتو ته ویلي دي چې جمهوررئیس به ځان پرضد د لگول شوو تورونو مقابله کوي.
د حکومت او صدارتي ماڼی ترمنځ روان کړکچ په هیواد کې د سیاسي آینده په اړه هم راپورته کړې دي. څیړونکي دا ویره لري چې که جمهوررئیس استفا ور نه کړه.
نو کیداې شي روان کړکچ کوم بل لورته لاړ شي.
څیړونکي یو شمېر امکانونه وړاندې کوي چې یو پکې د جمهوررئیس لخوا د اوسني پارلمان ماتول او یا بیا د پوځ مداخلت هم دی.
بلخوا پاکستان مسلم لیگ (ن) ویلي دي چې دوي به د پاکستان په کابینه کې خپل څه غړي شاملوي.

XS
SM
MD
LG