لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جارجیا ځواکونه د اوسیتیا پایه تخت نه  په شا شوي دي


جارجیا ویلي دوي د جلا شوې سویلي اوسیتیا پایه تخت نه خپل ځواکونه ویستلي دي او د روسي ځواکونو اوس کنټرول ترلاسه کړی دی.
روس په سویلي اوسیتیا د جارجیا کنټرول تر لاسه کولو پرضد دغلته لس زره ځواکونه لیږلي دي.
د روس انټرفیکس خبري ایجنسۍ نن ویلي جارجیا ته د بهرني پوځي کمک د مخنیوي لپاره تور سمندرگي کې سمندری جهازونه پرځایې کړي.
په عیني حال کې د جارجیا په انجار سیمه کې د ځانونو قوي کولو لپاره پوځي حرکت پېل کړی دی.
نن سحر د جارجیا یو جگپوړي چارواکي ویلي چې د روس ځواکونو د جارجیا پایه تخت طبلسي په یو پوځي هوایي مرکز بمباري کړې.
بلخوا د روس صدراعظم ولادي میرپوټن ویلي جارجیا د خپلو خلکو پرضد بشر وژنه کې ککړ دی او دغلته یې د واکمنۍ حق بایللی دی.
دا جگړه اوس د جارجیا ابخازیه سیمې ته هم خوره شوې ده.
په جارجیا کې په زیاتیدونکې جگړه جمهوررئیس بوش هم اندیښنه ښودې او د جگړې د اودرولو غږ یې کړی دی.
اخوا د ملگرو ملتونو امنیتي شورا په دریم ځل د جگړې د اودرولو په لړ کې ناکامه شوې ده.
امنیتي شورا تر اوسه په دې رضا شوې نه ده چې څنگه د جگړې د اودرولو لپاره یوه گډه اعلامیه وړاندې کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG