لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نيويارک : پاکستاني ډيپلوماټانو عافيه صديقي سره ليدلي دي


د پاکستاني ډيپلوماټانو ٢ کسيزې ډلې په امريکا کې دبندي پاکستاني نژاده سائنس پوهه ډاکټر عافيه صديقي سره ليدلي دي.
دغه ليدنه دنيويارک ښار په يوه بندي خانه کې ترسره شوې ده.
په نيويارک کې دپاکستان مرستيال قونصل ثاقب روف اؤ په واشنگټن کې دپاکستان قونصلر فقير سيد يوسف حسين په دغه ليدنه کې دعافيه صديقي څخه امريکايي بند کې هغې سره دکيدونکي چلند په هکله پوښتنې وکړي، ولې دعافيه صديقي وکيل ډيبون اوليوا هغه د زياترو پوښتنو دځوابونو ورکولو څخه له دې امله منعې کړه ترڅو دهغې په قضيه ورسره بدې اغيزې ونۀ شي.
سرچينې وايي په دغه ليدنه کې ډاکټر عافيه کمزورې ښکاريده ، ولې هغې ښۀ پۀ بيدارۍ سره په مدلل اؤ عادي انداز کې خبرې کولې.
دليدنې په مهال ډاکټر عافيه صديقي پخپله بې ګناهۍ اصرار کولو اؤ دامريکا دحکومت لخوا ډاکټرې عافيه صديقي ته ورکړل شوي سرکاري وکيل پاکستاني ډيپلوماټانو ته دهغې دنيولو، داولاد اؤ ځينو نورو چارو په هکله دپوښتنو نۀ کولو وويل.
بل لور ته پاکستاني مطبوعات وایی چې د عافیه صدیقي امریکایانو ته د ورکولو په بدل کې د پرویز مشرف زوي بلال مشرف د امریکا استخباراتي ادارونه پیسې اخستې دي.
اخوا دعافيه صديقي دکورنۍ وکيل ايلين ولفيلډ شارپ هم په نيويارک کې پاکستاني ډيپلوماټانو سره ليدنه کړې ده، ولې ددغه ليدنې جزئيات تر دې مهاله نۀ دي روښانه شوي.
ډاکټر عافيه صديقي دافغانستان څخه په دې شک نيول شوې وه چې هغه د کومې تروريستي شبکې سره لاس لري دنيول کيدو په مهال دهغې دولکې څخه دامريکا دځينو ښارونو نقشې هم لاس ته راوړل شوې وې ، وروسته ډاکټر عافيه صديقي په افغانستان کې دبند په مهال په امريکايي امنيتي چارواکيو ډزې هم کړې وې چې دهغه ډزو په ځواب کې ديو امريکايي پوځي لخوا په عافيه صديقي شوؤ ډزو کې هغه ژوبل شوې وه.

XS
SM
MD
LG