لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دباجوړ اؤ کرمې په نښتو کې لږ ترلږه نور ٣٠ کسان وژل شوي دي


دافغانستان سره په پوله پرتې دپاکستان دقبائيلي سيمې باجوړ ايجنسۍ په تورغنډۍ اؤ سکندرو سيمو کې دامنيتي ځواکونو اؤ جنگياليو ترمينځ سختې نښتې شوي دي چې له امله يې لږ تر لږه ٢٠ تندرويان وژل شوي اؤ گڼ شمير ژوبل دي.
دسرچينو له مخې دباجوړ ايجنسۍ دخار تحصيل په تورغنډۍ اؤ سکندرو سيمو کې جنگياليو دباجوړ دسکاؤټس پر قلعه په توغنديو اؤ درنو وسلو سره بريد وکړو.
عيني شاهدان وايي په ځوابي ډزو کې دوژل شوؤ تندرويانو مړي په پټو کې پراتۀ دي.
سرچينې وايي چارمنگ تحصيل کې جنگياليو دجاسوسۍ په تور ٣ تنه وژلي دي.
ددغه کسانو دمړو سره يو ليک هم ترلاسه شوى چې پکې هغوي په جاسوسۍ تورن کړل شوي دي.
په باجوړ کې دتيرې اوونۍ راهسې د ځايې طالبانو اؤ امنيتي ځواکونو ترمينځ په پيل شوؤ نښتو کې خواؤشا ٢٠٠ کسان وژل شوي اؤ گڼ نور ژوبل شوي دي.
په سيمه کې دتاؤتريخوالي له امله په سوونو کورنيو دباجوړ څخه خوندي سيمو ته سرپناه وړې ده اؤ اوس هم د سيمې څخه نور خلک خوندي سيمو ته دتگ په هڅه کې دي.
بل لوري ته په کرمه ايجنسۍ کې دقبائيلو ترمينځه په روانو نښتو کې نور ٤ کسان وژل شوي اؤ ٨ ژوبل دي.
دتيرو پينځوؤ ورځو راهسې په روانو دغه نښتو کې ٣٤ کسان وژل شوي اؤ ٦٤ ژوبل شوي دي.
سرچينې وايي دکوزې کرمې په بليامين ،کچ اؤ منډا سيمو کې دقبائيلو ترمينځ سختې ډزې شوي دي.
قبائيل ديو بل په ضد درنې اؤ خودکاره وسلې کاروي.
په سيمه کې دتاؤتريخوالي له امله دپيښور اؤ پاړه چنار ترمينځ لويه لاره دتيرو ١٠ؤ مياشتو راهسې تړل شوې ده چې له دې امله د سيمې خلک د سختې پريشانۍ سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG