لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پيښور کې ځانمرگي بريد اؤ مردان کې بمي چاؤدنه شوې ده


دصوبه سرحد په سرښار پيښور کې نن دگل په ورځ سحر مهال يو ځانمرگى بريد ترسره شوى دى، چې پکې یو تن وژل شوى اؤ بل ژوبل دى.
دغه چاؤدنه دپيښور په گل بهار سيمه کې دناصر الدين روغتون مخې ته شوې ده.
دپوليسو له مخې چاؤدنه کې وژل شوى تن ځانمرگى اؤ ژوبل دهغه ملگرى کيدى شي.
دغه چاؤدنه دومره زورداره وه چې غږ يې تر لرې لرې واوريدل شو اؤ له امله يې نوموړي روغتون ته زيان ورسيدو.
پوليسو ويلي دي دپيښې پلټنې روانې دي.
بل لوري ته دصوبه سرحد دمردان سيمې په محب روډ نن نامعلومو وسله والو د سي ډي گانو يو دوکان په چاؤديدونکيو موادو سره الوځولى دى ، په دغه پيښه کې نورو دوکانونو ته هم زيان رسيدلى دى.
پوليس وايي دمردان په چاؤدنه کې څه قسمه مرگ ژوبله نۀ ده شوې

XS
SM
MD
LG