لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پنجاب اسمبلۍ دپرویز مشرف نه د باورتیا د رایو اخستلو غوښتنه کړې ده


د پاکستان پنجاب ایالتی پارلمان په یو قرارداد کې جمهوررئیس پرویز مشرف نه غوښتنه کړې ده چې د باورتیا رایې دې ترلاسه کړي.
د پنجاب اسمبلۍ ٣٢١ غړو قرارداد په حق کې او ٢٥ غړو په مخالفت کې رایې ورکړه.
د پاکستان د اطلاعاتو اؤ نشرياتو وفاقي وزيرې شيري رحمان ويلي دي دجمهوررئيس پرويز مشرف دمواخذې لپاره به دغه رنگه قرارداونه نورو صوبو کې هم وړاندې کولې شي.
که څه هم پرویز مشرف د اساسي قانون تر مخه د دې خبرې پانبد نه دې چې د باورتیا رایې تر لاسه کړي خو په نوموړي باندې فشار زیاتولو لپاره واکمن ایتلاف دغه غوښتنه کوي.
د پاکستان قامي اسمبلۍ هم نن غونډه کوي او پروز مشرف په مواخذې به بحث کولی شي.
د پرویز مشرف ویاند ویلي دي نوموړې به استفا نه ورکوي او دمواخذې د تحریک به مقابله کوي.

XS
SM
MD
LG