لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور:په پوځي گاډي بمي بريدکې د٧ؤپوځيانوپه گډون ١٣کسان وژل شوي دي


دصوبه سرحدپه سرښارپيښورکې دپرونۍ ورځې دځانمرگي بريدڅخه وروسته نن دنهې په ورځ دريموټ کنټرول بم بريدشوى دى چې په دغه بريدکې د٧ؤ پوځيانوپه گډون لږترلږه ١٣کسان وژل شوي اؤ١١نورژوبل شوي دي.
دغه پيښه نن دپيښورپه کوهاټ روډهغه مهال رامنځته شوه چې دهوايي پوځيانويوگاډى په وښوپل تيريدلواؤدنامعلوموخلکولخواپه ريموټ کنټرول بم سره والوځول شو په پيښه کې ٧پوځيان اؤ٦عام خلک ووژل شول اؤددې ترڅنگ ١١کسان سخت ژوبل هم شول.
دپيښې وروسته پوليسوسيمه پخپله ولکه کې واخسته اودترهگرولټون يې پيل کړو ژوبل کسان ددرملنې دپاره دپيښورجرنيلي روغتون ته رسول شوي دي چې دغلته د٣ؤ کسانوحالت مرگونى ښودل کيږي .
دصوبه سرحدوزيراعلى حيدرخان هوتي اؤگورنراويس احمدغني ددغه بريدپه سختوټکوکې غندنه کړې ده اؤوزيراعلى په پيښه کې دوژل شوؤاؤژوبل شوؤدپاره دمالي مرستې اعلان هم کړى دى .
خوادپيښورپه متهرانومې سيمه کې هم نامعلوموترهگرودپوليسويوه خالي څوکۍ په بم الوځولې ده خوپه دغه پيښه کې هيڅ قسمه مرگ ژوبله نه ده شوې.
په پيښورکې دپروني ځانمرگي بريد اؤننيوبمي چاودنوسره په خلکوکې سخته ويره ترهه خوره شوې ده اؤپوليسوهم امنيتي تدابيرسخت کړي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG