لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رچرډ باؤچر: دپرويز مشرف مواخذه دپاکستان کورنۍ معامله ده


دبهرنيو چارو په وزارت کې دامريکا مرستيال وزير رچرډ باؤچر ويلي دي دجمهوررئيس پرويز مشرف مواخذه دپاکستان کورنۍ سياسي معامله ده چې دا به هم دپاکستان پارليمان اؤ سياست مداران هواروي.
دامريکا دکورنيو چارو دوزارت لخوا دجاري کړل شوي يو بيان ترمخه ښاغلي باؤچر په جاپان کې ژورنالستانو سره په خبرو کې ويلي امريکا هيله لري چې دپاکستان دکورني سياسي وضعيت له امله به دپاکستان اؤ افغانستان په ګډه پوله دترهه ګرۍ په ضد په روان جنګ بدې اغيزې نۀ کيږي.
نوموړي زياته کړه امريکا به دپاکستان سره په اقتصادي اؤ نورو څانګو کې دپرمختيا دپاره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي باؤچر وويل امريکا په پاکستان کې ډيموکراسي اؤ جمهوري ادارې پياوړې ليدل غواړي.
بل خوا رپوټونو تر مخه پۀ پاکستان کې دامريکا سفيرې اين ډبليو پيټرسن دپاکستان دپخواني صدراعظم اؤ دمسلم ليګ(ن) دمشر ميا نواز شريف سره ليدلي اؤ هغه ته يې باور ورکړى دى چې امريکا به دجمهوررئيس دمواخذې په معامله کې بې پلوه پاتې کيږي.
امريکايي سفيرې وويل دجمهوررئيس مواخذه دپاکستان کورنۍ معامله ده اؤ امريکاغواړي په پاکستان کې ديموکراسي پياوړې وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG