لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنوبي وزيرستان : دميزائيلو بريد کې لږ تر لږه ١٠ جنگيالي وژل شوي دي


دافغانستان پولې ته څيرمه دپاکستان قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دميزائلو ديو بريد له امله لږ ترلږه ١٠جنگيالي وژل شوي اؤ ٤نور ژوبل شوي دي.
سرچينې وايي دغو جنگياليو د انگور اډې په سيمه باغړ کې د٢ؤ کورونو دننه موجوديت لرلو، چې دجاسوسي الوتکې څخه پرې ٤ ميزائل وغورځول شول.
دعسکري سرچينو وينا ده وژل شوي کسان په يوه غرييزه سيمه کې دجنگياليو دروزنې په يو کيمپ کې موجودوؤ اؤ دميزائلو په بريد کې دروزنې دغه کيمپ پۀ نخښه کړل شوى دى.
تر دې مهاله نۀ ده څرګنده شوې چې په بريد کې وژل شوي کسان ځايې طالبان دي اؤ کۀ دالقاعده سره اړيکې لري.
ولې پوځي سرچينې وايي وژل شوي کسان ټول جنگيالي وؤ اؤ له دغه ځايې څخه يې دبريدونو کولو پلان جوړولو.
ځينې سرچينې په دغه بريد کې دوژل شوؤ کسانو شميره د٢٢ؤ څڅه تر ٢٥ؤ ښايي اؤ وايي په وژل شوؤ کې دترکي،عرب ، افغاني اؤ پاکستاني جنگيالي شامل دي.
په کابل کې ميشته دامريکايي ځواکونو وياند وايي دغه بريد دناټو يا امريکايي ځواکونو لخوا نۀ دى ترسره شوى.
دائتلافي ځواکونو وياند ليفټننټ نيتهن پيري يوې بهرنۍ خبري شبکې سره په خبرو کې په دغه بريد کې دناټو دلاس لرنې تاثر رد کړو اؤ وې ويل هغوي په جنوبي وزيرستان کې دترسره شوي دغه بريد په هکله هيڅ خبرتيا نۀ لري.

XS
SM
MD
LG