لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

لاهور: ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي


دپاکستان د٦١مې ازادۍ دورځې څخه څو دقيقې وړاندې دپنجاب سرښار لاهور په علامه اقبال ټاؤن سيمې په دوبۍ چوک کې دپوليسو دتاڼې مخې ته ځانمرګى بريد شوى دى چې له امله يې پنځه کسان ووژل شول اؤ شاوخوا ٢٠تنه ژوبل دي.
په وژل شوو کسانو کې درې پولیسان هم شامل دي.
دغه ځانمرګى بريد هاغه وخت ترسره کله چې دپوليسو ګاډى دګزمې لپاره دتاڼې څخه راوتلو چې په دې مهال يو تن چې پۀ ځان پسې يې چاؤديدونکې مواد تړلي وؤ ځان دچاؤدنې سره والوځولو.
عيني شاهدان وايي ځانمرګى پر موټر راغلى ؤ، له ځانمرګي بريد وروسته روغتونونو کې بيړنى حالت پځايې کړل شوى دى.

XS
SM
MD
LG