لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مشرف :  سیاسي جوړجاړي پکاردی، گیلاني د ډکټیټرشپ ورځې ختم


د پاکستان د خپلواکۍ ٦١مې کلیزې د لمانځلو په وخت پاکستاني مشرانو په هیواد کې د سیاسي روغې جوړې لپاره غږ کړی دی.
د پاکستان جمهوررئیس پرویز مشرف د ترهگرۍ پرضد جگړه او هیواد کې اړي گړي ختمولو لپاره په سیاسي گوندونو د قامي روغې جوړې غږ کړی دی.
دپاکستان ٦١مې کلیزی لمانځلو په موقع جمهوررئیس مشرف په قامي ټیلي ویژن پخپله وینا کې وویل د خراب اقتصاد ښه کولو او ترهگرۍ پرضد جگړې لپاره هیواد ته دسیاسي ثبات اړتیا ده. ښاغلي مشرف د قامي مفاهمت غږ په داسې وخت کې راغلې چې د پاکستان واکمن گوندونو د نوموړي د مواخذه کولو اعلان کړې دی.
مراسمو ته دوینا په وخت صدراعظم یوسف رضا گیلاني هم د سیاسي روغې جوړې غږ کړی خو زیاته یې کړه چې د سیاسي زورزیاتي او ډکټېټرشپ ورځې ختم شوي دي.
ښاغلي گيلاني وویل قبائيلي سيمو کې چاته ديو اړخيزه عملياتو اجازه نۀ شي ورکول کيدى.
داسلام اباد کنونشن مرکز کې دپاکستان د٦١مې ازادۍ ورځې دستورې ته دوينا په مهال صدراعظم وويل پياوړى افغانستان دپاکستان په گټه دى.
صدراعظم وويل مونږ ترهگر نۀ يو بلکې د څه خلکو له امله ددې وضعې ښکار يو.
نوموړي زیاته کړه دترهگرۍ اؤ تندلاريتوب لويه وجه غربت دى ځکه نو قبائيلي سيمو کې داقتصادي پرمختگ يو جامع پروگرام پيل کولى شي. ښاغلې مشرف د سخت سیاسي فشار لاندی دی او واکمن ایتلاف د نوموړي د مواخذې لپاره پلان نیسي.
نوموړي نه د پاکستان څلورو کې دریو ایالتي اسمبلو د باور رایې اخستلو غوښتنه کړې ده. داسې اټکل کېږي د پاکستان بلوچستان ایالتي اسمبلۍ به هم ښاغلی مشرف نه سبا د باور رایې اخستلو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG