لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پرویز مشرف په استفا خبری روانې دي


د پاکستان په سیاسي کړکیچ کې د راگیر شوي جمهوررئیس مشرف ملگري و ایی د نوموړي د استفا لپاره کومې موافقې ته د رسیدو په لړ کې خبرې اترې روانې دي.
خو د جمهوررئیس ویاند راشد قریشي نن ویلي چې ښاغلي مشرف به استفا نه ورکوي.
نوموړي هغه رپوټونو دروغ بللي چې وایي مشرف به مواخذې پرځایې استفا ورکوي.
ویاند داخبره هم ردکړه چې گني ښاغلي مشرف ځان د خلاصي لپاره په کوم جوړجاړي کولو کار کوي.
د مشرف پلوه مسلم لیگ (ق) ډلې یو مشرمشاهدحسین وائیس اف امریکا ته ویلي دي خبره په دې روانه ده چې ایا ښاغلي مشرف په پاکستان کې د محاکمه کیدو بغیر پاتې کیداې شي او که نه هم مسلم لیگ (ق) ډلې یوبل مشر او پخواني وزیرامیرمقام خان وایس اف امریکا ډیوه ریډیو ته ویلي دي چې مشرف به استفا نه ورکوي.
يوې امريکايي خبري شبکې دمسلم ليګ(ق) دنوميالي مشر طارق عظيم له خلې ويلي دي چې د جمهوررئيس دمواخذې څخه دبچ کولو لپاره خبرې اترې پيل شوي دي.
دطارق عظيم وينا ده جمهوررئيس ته دخوندې لارې ورکولو په اړه په مختلفو چارو غور روان دى
همدغه راز دمسلم ليګ(ن) مهم مشر اؤ مستعفي شوي دخزانې وزير اسحاق ډار وايي جمهوررئيس پرويز مشرف ته دخوندي لارې ورکولو خبره ددفاع وزير خو کولى شي خو دخزانې وزير دغه خبره هيڅ کله نۀ شي کولى.
نوموړي ويلي دي مسلم ليګ(ن) به جمهوررئيس ته په يو صورت کې هم خوندي لاره نۀ ورکوي.
دامريکا دسپينې ماڼۍ وياندې ډينا پرينو هم نن ميډيا ته ويلي وؤ دجمهوررئيس پرويز مشرف په ضد کيدونکې دمواخذې کارروايي قانوني اؤ ائيني ده.
سرچينې وايي دامريکا لخوا دجمهوررئيس دمواخذې سره له اتفاق وروسته داسې احتمال پيدا شوى دى چې په راتلونکيو ٤٨ؤ ساعتو کې به دجمهوررئيس پرويز مشرف دسرنوشت په هکله مهم اعلان وکړل شي.
دپاکستان ددفاع وزير چوهدري احمدمختار بهرنيو ژورنالستانو سره په خبرو کې ويلي دي جمهوررئيس پرويز مشرف ته مشوره ورکړل شوې ده چې کۀ هغه استعفي ورکړي نو ورته به خوندي لاره ورکولى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG